کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست ویلي چې، د روان کال له پیله تر اوسه شاوخوا دوه زره کسان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي دي.
د طالبانو د ترافيکو مدير حسيب الله مختار ویلي چې د ټپيانو په پرتله د مړو شمېر ډېر دى.
هغه ټینګار کړی چې په همدې موده کې په افغانستان کې شاوخوا څلور زره ترافیکي پېښې ثبت شوي چې دا یوه ډېره د اندېښنې وړ شمېره ده.
د طالبانو د ترافيکو عمومي مشر ټينګار کړی چې داسې يوه کړنلاره په پام کې نيول شوې، څو د افغانستان په لويو لارو کې ترافيکي قوانين پلي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل-کندهار پر لويه لاره يوه ترافيکي پېښه چې له امله يې پنځوس تنه مړه او شپيته تنه ټپيان شول، په تېره یوه میاشت کې د دغه ډول تر ټولو خونړۍ پېښه وه.