افغانستانخبرونه

د سمنګانو د ولايتي روغتون اداري مدير پر يوې ښځينه کارمندې د جنسي تيري په تور نيول شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)   

سرچینې وايي، طالبانو په سمنګان ولايت کې د ولايتي روغتون اداري مرستيال د دغه روغتون په يوې ښځينه کار کوونکې باندې د جنسي تيري په تور نيولی دی.

پر پير محمد هارون باندې دا تور دی چې پر يوې ښځينه کار کوونکې يې په جبري ډول دوامداره جنسي تيری کړی دی.

ويل کېږي چې نوموړي د خپلې دندې د دوام په خاطر باندې دا ښځينه کار کوونکې مجبوروله چې د روغتون له رییس محب الله بهاري‌سره هم جنسي‌اړیکه ټينګه کړي چې ځايي طالبانو نيولی دی.