افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د کبانو د روزنې فارمونه زیات شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایې، چې په هیواد کې د کبانو روزنې فارمونه د پخوا په پرتله زیات شوي دي.

د دغه وزارت لپاره طالب ویاند مصباح الدین مستعین ویلي، په هېواد کې دوه زره او ۸۷۰ واړه، متوسط او لوی د ګرمو او سړو اوبو د ماهیانو فارمونه د خصوصي سکټور له خوا جوړ شوي، چې په کال کې د څه باندې ۱۳ زره مټریک ټنو د کب غوښو د تولید ظرفیت لري.

 د نوموړي د مالوماتو له مخې چې دغه فارمونه په کاپیسا، لوګر، خوست، لغمان او نورو ولایتونو کې شتون لري.

د هغه په خبره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د خصوصي سکټور په همکارۍ په هېواد کې درې زره نوي تولیدي فارمونه او ۲۰ د ګرمو او سړو اوبو د نسل پالنې مرکزونه جوړ کړي.