کابل ټيليګراف (دلوې لومړۍ– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د ایران له ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې له مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ له مل پلاوي سره کتلي دي.
یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو تر مینځ د صادراتو او وارداتو او اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په مرسته د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکو د لېږد په اړه خبرې شوې دي.
په ورته مهال ایراني پلاوي په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې د افغانستان صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي به په ټيټه بیه او دامکان په صورت کې په کمه موده کې لېږدوي.