ټیکنالوژي

په امریکا کې ټیک ټاک بېرته فعال شو

کابل ټيليګراف (د دلوې لومړۍ– ۱۴۰۳ لمريز)

په امریکا کې له یوې ورځې بندیز وروسته چیني اپلکېشن ټیک ټیک بېرته په فعالیت پیل وکړ.

وروسته له هغې چې ټیک ټاک امریکا کې خپله شتمني په امریکا ونه پلورله، د جوبایډن او د امریکا د محکمې د تائید وروسته یې د جنورۍ په ۱۹مه په دغه هېواد کې فعالیت وځندیده.

وروسته له هغې چې ټرمپ اعلان وکړ، چې د لوړې مراسمو وروسته به ټیک ټاک بېرته فعال کړي، د هغه د دغه اعلان سره سم د ټیک ټاک فعالیت بېرته فعال شو.

ټرمپ ویلي وو، چې د هغه د لوړې مراسم چې نن ترسره کیږي، له ټیک ټاک څخه به په ژوندۍ بڼه خپاره شي او د قانوني ستونزو د حل په موخه به یاد اپ ته نوې ورځې نور وخت هم ورکړي.