افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د خرما بڼوڼو ته پراختیا ورکول کیږي

کابل ټيليګراف (دلوې لومړۍ– ۱۴۰۳ لمريز)

 ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د وادي کرنیز شرکت مسوولان وایې، چې په دغه ولایت کې د خرما د بڼونو د پراختیا لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.

د دغې ادارې مطبوعاتي مسوول سید همایون غریبمل ویلي، چې خرما د یو ارزښتناک اقتصادي محصول په توګه د بزګرانو او سوداګرو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

نوموړی زیاتوي دا محصول د خوراکي، درملیز او صنعتي کارونې له لارې کولی شي د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي.

د هغه په خبره د دغه پلان له مخې په راتلونکي کې د خرما د باغونو جوړولو پروګرام پراخېږي، چې ورسره به د دې محصول تولید زیات او د شرکت عواید به لوړ شي.

د مالوماتو له مخې افغانستان هر کال له ایران، سعودي عربستان او نورو هېوادونو زرګونه ټنه خرما راواردوي چې ۹۸ سلنه یې له ایرانه راځي.