لوبې

د شکیب الحسن د نیولو حکم صادر شو

کابل ټيليګراف (د دلوې لومړۍ– ۱۴۰۳ لمريز)

د بنګلدېش هېواد د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او مشهور الرونډر شکیب الحسن د نیولو حکم صادر شو.

د هغه د نیولو حکم تېره ورځ صادر شوی او ویل شوي، شکیب الحسن په ۲۰۱۶ کال کې د بنګله دېش په ستخیره کې د زیتونو فارم جوړ کړی و چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې غیر فعال دی.

د را پور له مخې؛ شکیب الحسن د یاد فارم لپاره بانکي چکونه د شکیب شرکت لخوا له بانک څخه اخیستِ و، خو د پور بېرته ورکولو پر مهال چکونه د کافي بودیجې د نشتون له امله باطل شوي دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې، بنګله دیش بانک د باونس شوي چکونو مسلې په اړه یو قانوني یاداښت خپور کړ او وروسته یې د دسمبر په 24 د شکیب او د هغه د شرکت دریو نورو چارواکو پروړاندې قضیه ثبت کړه.

باید و ویل شي، چې شکیب الحسن د سیاسي ناکراریو او له عوامي لیګ سره د تړاو له امله د مرګ ګواښونو وروسته له بنګله دېش بهر دی.

په ورته وخت کې د توپ اچونې په اېکشن کې د خرابوالې له امله شکیب الحسن د چمپینز ترافۍ لوبو څخه هم بهر کړای شوی دی.