خبرونهنړۍ

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه

کابل ټيليګراف (د دلوې ۲یمه– ۱۴۰۳ لمريز)

ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته، تېره شپه رسماٌ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او دنده یې پیل کړه.

د هغه د لوړې مراسم چې د سړې هوا له امله د ګانګریس په ودانۍ کې په سرپټې سالون کې نیول شوي وو، د امریکا پخوانیو ولسمشرانو جوبایډان، باراک اوباما، ډبیلو بوش، د مشهورو سوداګریزو کمپنیو مشرانو او ګن شمېر نورو ګډون کړی وو.

د لوړې مراسمو وروسته د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخپلې وینا کې وویل: «زموږ لومړیتوب به دا وي چې یو ویاړلی، بریالی او کامیاب هېواد جوړ کړو.»

ټرمپ د خپلې وینا په ترڅ کې پاناما د امریکا برخه ګرځول او په دغه هېواد کې یواځې د نر او ښځو جنیست منل یو ډول جنجالي موضوعات ګڼل کېدای شي، چې د نوموړي لخوا ورته اشاره وشوه.

هغه داهم وویل:«د امریکا طلایي عصر له همدې شیبې پیلیږي. زموږ هیواد به د ودې او پرمختګ خوا ته مخه کړې، او یوځل بیا به یې د نړۍ د ټولو هیوادونو له خوا درونای کیږي.»

د امریکا نوي ولسمشر وویل چې د امریکا شاتګ پای ته رسیدلی دی.

ښاغلي ټرمپ په خپلو خبرو کې د ځینو اجراییه فرمانونو لاسلیک کولو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د مخدره توکو کارټلونه به د تروریستي ډلو په فهرست کې ځای پر ځای کړي او د امریکا د جنوبي سرحد په اوږدو کې به ملي اضطراري حالت اعلان کړي.

د هغه په وینا، «میلیونونه او میلیونونه بهرني مجرمان» به له هېواد څخه وایستل شي.

د یادونې وړده، چې ټرمپ د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه هم دنده ترسره کړې وه او دا یې دویم ځل دی چې د امریکا ولسمشر په توګه لوړه کوي.