افغانستانخبرونهځانګړي برخهراپورونه

د ټرمپ له خوا په ځنډول شويو ۱۶۶۰ افغان کډوالو کې د فعالو افغان – امريکايي پوځيانو کورنۍ هم شاملې دي

کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز) 

امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ دغه هېواد ته د ورتلونکو هغو افغانانو پروازونه لغوه کړي چې د کډوالۍ ځانګړې پروسه کې تایيد شوي وو.

په دغو کسانو کې چې شمېر يې ۱۶۶۰ تنه ښودل شوی، د فعالو افغان – امريکايي پوځي سرتېرو کورنۍ هم په کې شامل دي.

په سپنه ماڼۍ کې يوې سرچینې د رویټرز خبري اژانس ته ويلي چې په دغو کسانو کې هغه ماشومان هم شامل دي چې مور او پلار يې په افغانستان کې د جمهوريت د سقوط پرمهال د لېږد پروسه کې امریکا ته تللي وو او دوی په افغانستان کې بې سرپرسته پاتې شوي دي.

دغه راز سرچینې ويلي، په يادو کسانو کې تر ګواښ لاندې هغه افغانان هم شامل دي چې د طالبانو له غچ اخېستنې سره مخ دي او د امریکا تر ملاتړ لاندې په تېر جمهوري نظام کې يې دندې ترسره کړې وې او يا هم د امریکا تر ملاتړ لاندې پروګرامونو کې يې دندې کړې وې.

د ډونالډ ټرمپ دغې پرېکړې د هغو زرګونه افغانانو راتلونکی هم بې برخلیکه کړې او چارې يې په ټپه ولاړې دي چې په متحده ایالاتو کې د کډوالو په توګه د مېشتېدو لپاره تائید شوي، خو لا یې د افغانستان یا ګاونډي پاکستان څخه الوتنې نه دي ټاکل شوې.

ټرمپ د کډوالۍ د محدودیت ژمنه د خپلې بریالۍ ۲۰۲۴ انتخاباتي کمپاین یوه لویه برخه وګرځوله، چې د امریکا د کډوالو پروګرامونو برخلیک یې په هوا کې پرېښود.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت چې د افغانانو د کډوالۍ پروسه يې په مستقيمه توګه رهبري کړې، تر اوسه د ټرمپ د دغې پرېکړې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.

د وانډایور په نوم يو امریکايي سازمان چې د ۲۰۲۱ کال څخه له هغه مهال راهېسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، د افغانانو د کډوالۍ پروسه په ګډه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره مخته وړي، دا سازمان وايي چې په دغه موده کې ۲۰۰زره افغانان متحده ایالتونو ته لېږدول شوي دي.

وانډایور او امریکایي چارواکي وویل چې هغه افغانان چې په متحده ایالاتو کې د کډوال په توګه د مېشتېدو لپاره تائید شوي وو، د هغو الوتنو له لیست څخه ایستل شوي چې دوی یې له کابل څخه د اپرېل تر میاشتې پورې ترسره کولو په تمه وو.

بلخوا د امریکا په سنا مجلس کې د ډیموکرات سناتورانو د ټرمپ دا پرېکړه غندلې او پر اېکسپاڼه يې لیکلي: «دا پرېښودل د شرم وړ دي، دا د طالبانو ګواښ ته د خپلو متحدانو پرېښودل دي، د بلا په خوله کې د خلکو پرېښودل دي.»