مقالې

ټرمپ له کومو کورنیو او بهرنیو ننګونو سره مخ دی؟

کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره په کورنیو چارو کې د کډوالۍ د سیاستونو د بدلولو او په امریکا او بهر کې د انفلاسیون د کمولو په برخه کې د سختو اقداماتو ترسره کولو په ژمنو سره پیل کړه.

نوموړي په خپله پرانيستونکې وينا کې په بېلابېلو برخو کې د خپلو يو شمېر پروګرامونو يادونه وکړه او له دغه وینا وروسته يې د ولسمشر په توګه شاوخوا ٢٠٠ اجرايي فرمانونه لاسليک کړل، چې دا يو ريکارډ دى.

په کورني چارو کې، ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د خپلو پلانونو په سر کې د غیرقانوني کډوالۍ مخنیوی یاد کړی.

په دې برخه کې، هغه د مکسیکو په پوله کې ملي بیړني حالت اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې د کډوالۍ ځینې قوانینو په بدلولو سره به پناه غوښتونکو منلو ته اجازه ورکړي.

لومړی، د غیرقانوني کډوالو ویستل به تر هغه وخته پورې بریالي نشي، چې د متحده ایالاتو سویلي پوله په بشپړه توګه د غیرقانوني کډوالو د راتګ پرمخ تړل شوي نه وي.

دغه راز تجربې ښودلې چې د انسان د قاچاق تنظیم شوي ډلې اکثرا د سرحدي سختیو په پرتله خورا پیاوړي دي، نو اټکل کیږي، چې د سرحدي دیوالونو د جوړولو په شمول د دوی د فعالیتونو مخه هم ونیول شي.

له بلې خوا، امنیتي، قضايي، لوژستیکي اسانتیاوې او تر ټولو مهمه دا چې له دغه هېواد څخه د میلیونونو کسانو د نیولو، توقیف او شړلو لپاره د امریکا مالي توان کافي نه دی او که د ټرمپ د ادارې پلانونه همداسې وي، په دې برخه کې د دې اړتیا لیدل کیږي چې د بشري سرچینو او دولتي بودیجې په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

دا وضعیت د ټرمپ د ادارې له یوه بل هدف سره په ټکر کې دی، چې غواړي د حکومت عامه لګښتونه کم کړي او د همدې هدف لپاره به د “د حکومت د موثریت دفتر” جوړ شي، چې مشري به یې تر  ټولو شتمن شخص ایلون ماسک کوي.

سربیره پردې ، تمه کیږي چې د ټرمپ د دوهمې ادارې د کډوالۍ ضد برنامې به په متحده ایالاتو کې د قانوني ادارو او د بشري حقونو مدافعینو ننګونو سره مخ شي او په محکمو کې به د هغه ادارې ته د شکایتونو سیلاب واستوي.

د انفلاسیون د کمولو په برخه کې هم ستونزې شته، چې د ټرمپ یوه بله ژمنه یې په خپله پرانیستونکې وینا کې کړې وه. د دې حقیقت په شمول چې اساسا محافظه کار فکر غواړي د بازار په تنظیم کولو کې د حکومت رول کم کړي او د ټرمپ پلان له دې سره په ټکر کې دی.

همدارنګه، که ټرمپ وغواړي د امریکا د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د تعرفې جګړه پیل کړي، امریکا ته د وارد شویو توکو او خدماتو بیه به لوړه شي، ځکه چې دا ډول محصولات د امریکا په لوی اقتصاد او د خلکو په ژوند کې مهم رول لوبوي.

په همدې حال کې که د امریکا سوداګریز شریکان پر دغه هېواد د تعرفې د لګولو پر وړاندې غبرګون وښیی، د امریکا صادرات به هم زیانمن شی او پایلې به یې پر امریکایی تولیدونکو اغېزې وکړی.

بلخوا امریکا چې ځآن د بشري حقونو سرلاری مدافع بولي، ولسمشر ټرمپ پخپله لومړنۍ وینا کې دوه جنسیتونه تائید کړل او زیاته یې کړه، چې امریکا کې له نر اوښځې پرته بل جنسیت ورته د منلو وړ ندی.

په ورته مهال د پخواني ولسمشر جوبایډن لخوا لاسلیک شوي، شاوخوا اتیا فرمانونه لغوه کېدل هم هغه څه دي، چې د ټرمپ د حکومت پر وړاندې له یادو فرمانونو څخه ګټه اخیستونکې را پارولی شي.

د امریکا په بهرني سیاست کې چې ټرمپ پخپله وینا کې یادونه وکړه، د پاناما موضوع ده، چې د ټرمپ په وینا چین ورڅخه یاد ټاپو نیولی، خو په حقیقت کې د امریکا خاوره ده او د هغه د واکمنۍ په دوره کې به بېرته د امریکا برخه ګرځول کیږي.

په ورته کې د طالبانو څخه د امریکا د وسلو بېرته اخیستو او پر دوی د میلیونونو ډالرو د بندیدو موضوع هم د ټرمپ یو له مهمو ژمنو څخه ده، چې ښایي، په ځینو برخو کې له ننګونو سره مخ شي.

منځني ختیځ په ځآنګړي ډول د اسرائیلو، فلسطین، لبنان، یمن ، سوریا او یو شمېر نورو هېوادونو کې شته ستونزې او جګړې هغه نورې ننګونې دي، چې د ټرمپ د حکومت په وړاندې له سترو ننګونو څخه ګڼل کیږي.

که څه هم روسیې ویلي، چې له ټرمپ سره به ښه تعلقات ولري، خو د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه پای ته رسول، دغه راز د ناټو په اړه د ټرمپ پرېکړې اړوند د اروپا او امریکا ترمنځ فاصلې رامنځته کېدل یو له هغه ننګونو څخه دي، چې د ټرمپ دغه څلور کلنه دوره به یې ولري.

په هرصورت، د 2024 ټاکنیز کمپاین په جریان کې، او همدارنګه د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې په پیل کې،  ټرمپ داسې ژمنې کړې چې ترلاسه کول به یې اسانه نه وي.

له همدې امله که ټرمپ ونه توانیږي دغه ژمنې په ځانګړې توګه د ناقانونه کډوالو او د توکو د بیو د راټیټولو په برخه کې پوره کړي او د خلکو رضایت تر لاسه کړي، کیدای شي د نارضایتي له څپې سره مخ شي او د راتلونکي کال په منځمهاله ټاکنو کې له درنې ماتې سره مخ شي.

دغه ټاکنې د امریکا د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په برخلیک پرېکنده اغېزه لري.