افغانستانخبرونه

طالبانو د غور ولایت په مرکزي زندان کې بندیان شکنجه کړي

کابل ټيليګراف (د سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په غور ولایت کې ځایي سرچینو د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د طالبانو له لوري د زندانیانو د ډله ییزې شکنجې خبر ورکړی دی.

سرچینې ویلي چې  په غور کې د طالبانو د زندان مرستیال له یو شمیر طالب سرتیرو سره زندان ته داخل شوی او یو شمېر بندیان یې وهلي ډبولي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د زندان مرستیال ادعا کړې وه، چې له بندیانو څخه یې یو زیرک موبایل ترلاسه کړی دی.

په غور کې طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې څو ورځې وړاندې د کندز ولایت په مرکزي زندان کې هم د طالبانو له خوا د بندیانو د وهلو او شکنجه کولو راپورونه ورکړل شوي وو.

یو شمیر بندیانو ادعا کړې وه، چې د طالبانو له لوري په یوه او بله بهانه شکنجه کیږي، قضیې نه څیړل کیږي او دغه راز ځینو زندانیانو د بد وضعیت له کبله ځان وژنه هم کړې ده.