کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په تخار کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ناڅرګنده وسله والو له لوري یو چینایي وګړی وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په «ککجر» سیمه کې شوې ده.
د سرچینې په خبره دغه چینایي وګړي د سرو زرو په یوه کان کې کار کاوه او د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته د راستنېدو پر مهال پرې وسله والو ډزې کړي چې په پایله کې یې هغه وژل شوی دی.
سرچینو زیاته کړه چې وسله والو د هغه شاوخوا ۲۰ زره ډالر نغدي پیسې هم له ځان سره وړي دي.
تخار کې طالب چارواکو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.