کابل ټيليګراف (سلواغې ۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په ننګرهار کې د طالبانو تر کنترول لاندې د کانال وادي شرکت مسوولان وایې ، چې په دغه ولایت کېد زیتونو فابریکې تېر کال کې ۱۸۹ زره لېټره د زیتونو تېل او ۳۰ ټنه اچار تولید کړي چې په ۱۴۰۳ کال کې یې د اچارو د تولید کچه ۳۹ ټنو ته لوړه شوې ده.
د یاد ادارې لپاره طالب ویاند سید همایون غریبمل ویلي، چې دغه فابریکه د ۸ زره مټریک ټنه زیتونو د پروسېس ظرفیت لري، چې په دې کې ۴ زره ټنه د زیتونو تېل او ۴ زره ټنه اچار شامل دي.
هغه وايي، چې وروسته له ۱۵ کلونو یې سږ کال د یادې فابریکې د اوبو شبکې د څڅېدو ستونزه هم حل کړې ده.
د مالوماتو له مخې د ننګرهار کانال د زیتونو تېلو او زیتونو پروسس فابریکه د هډې فارم اړوند پر ۲۷ نیم هکتاره ځمکه فعاله ده چې ۴۱کسان پهکې پر کار بوخت دي.