خبرونهنړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته رسیدلی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کابل ته رسیدلی.

د دغه وزارت ویاند پخپل ایکس پاڼه لیکلي، د دغه سفر موخه د تعامل او ګډو ګټو پربنسټ د ایران ملي منافع تعقیبول، سیاسي، ښه ګاونډیتوب او یو شمېر نور موضوعات بحث کول دي.

هغه زیاته کړه، په دغه سفر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره نور لوړ پوړي مسؤلین هم شتون لري.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ایران یو لوړ پوړی چارواکی افغانستان ته سفر کوي.

د طالبانو او ایران ترمنځ تر ټولو مهمه اختلافي نقطه د اوبو موضوع ده، چې ایران یې حقبه بولي او همېش یې د ور پرېښودو غوښتنه کوي.