
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره په لیدنه کې له نوموړي د افغانستان لپاره د حاجیانو په سهمیه کې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي په دغه لیدنه کې له سعودي د حج پروسې د اسانتیاوو، د حاجیانو سهمیې زیاتېدو او اوقافي ځمکو لپاره د بدیل په اړه هم غوښتني کړي.
د سعودي عربستان سفیر د همکارۍ ډاډ ورکړی او د اړیکو پیاوړتیا ته یې ژمنتيا ښودلې ده.