![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/01/پولیو-واکسینو-کمپاین۲.jpg)
د روغتیا نړیوال سازمان وایې د امریکا مرستو بندېدل به په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ کړي
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د روغتیا نړیوال سازمان پر افغانستان د امریکا د مرستو په بندېدو سره په دغه هیواد کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د روغتیا د نړیوال سازمان(ډبلیو ایچ او) یوه چارواکي خبرداری ورکړ، چې د امریکا د بهرنیو مرستو بندېدل به په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ سره مخامخ کړي.
د هغه په خبره افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د ګوزڼ وېروس ژوندی دی او ماشومان پرې اخته کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان څه موده وړاندې ویلي و، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
په ورته مهال د ډاکټرانو په وینا، په کور دننه بېځایه شویو او کډوالۍ سربېره، له پاکستانه د افغانانو ستنېدل او د یادې ناروغي په اړه د عامه پوهاوي نشتون، پر دې ناروغي د ماشومانو اختهکېد ډېر کړې دي.