![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4c923b9e5649462kthv_800C450.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه 1۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) ویلي چې په افغانستان کې لا هم ماینونه او ناچاودې توکي د افغانانو ژوند ګواښوي او هره میاشت په دغه هېواد کې تر ۵۵ پورې کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او یا ټپیان کېږي.
اوچا پرون د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دغو چاودونو تر ۸۰ سلنه پورې قربانیان ماشومان دي.
اوچا ویلي چې ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکولو او ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه د پوهاوې د پروګرامونو لپاره ۲۱.۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.
د دې دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې “یونیسف” د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په پنځمه په یوه راپور کې ویلي وو چې د تیر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۵۰۰ څخه زیات افغان ماشومان د ناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او یا ټپیان شوي دي.
ملګري ملتونه وايي چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو له خوا نږدې ۱۳ میلیون ماینونه او ناچاودېدونکي توکي راټول کړي دي.