کابل ټيليګراف (سلواغه 1۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیالۍ دفتر وايي چې بښنې فرمان ته ژمن دي او هیڅوک به د خپلو تیرو دندو لپاره مسؤل نه ګڼل کیږي.
دا ژمنې په داسې وخت کې کیږي چې په تیرو درېیو کلونو کې د پخواني حکومت د یو شمیر ملکي او پوځي چارواکو نیول د خلکو لپاره اندیښنې رامینځته کړې دي.
خو؛ طالب چارواکي وايي چې که په دې برخه کې کومه سرغړونه وشي، نو دوی به یې په جدي توګه تعقیب کړي.
تر دې مخکې د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ټینګار کړی و چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او دوی حق لري چې په خپل هیواد کې په عزت سره ژوند وکړي.