( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز )
په سویډن کې د ځوانانو په یوه تعلیمي مرکز د ډزو په پایله کې لس تنه وژل شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ دغه پېښه د پلازمینې ستوکهولم سره دوه سوه کیلو متره نږدې په Orebro ښار کې شوې ده.
په دغه پېښه کې د ګڼ شمېر کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی، خو څرګنده نده، چې دغه برید د چا لخوا او په کوم هدف ترسره شوی دی.