( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز )
د پاکستان د کراچۍ په اورنګي ټاون سیمه کې د اوبو پر سر د دوو ډلو ترمنځ د شخړې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ دغه شخړه په لومړیو کې د ماشومانو ترمنځ پیل شوې وه، چې وروسته یې مشرانو هم مداخله وکړه او په تاوتریخوالې بدله شوه.
پولیس وایي، د دغه قضیې یو شمېر عاملین یې نیولي، د وژل شویو کسانو جسدونه او ټپیان یې عباسي روغتون ته لیږدولي.