( کابل ټيليګراف (سلواغې شلمه – ۱۴۰۳ لمريز )
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې په تاریخي بڼ کې د طالبانو له لورې د نرګس ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه
دغه مشاعره چې پرون جمعه جوړه شوې وه، په کې د طالبانو سربېره ګڼ شمېر ترانه ویونکو، شاعرانو او د شعر مینوالو برخه اخیستې وه.
د نرګس ګل مشاعره په لومړي ځل په ۱۳۸۶ کال کې جوړه شوې وه.
د نرګس ګل غوړیدل د پسرلي د رابره کیدو معنا ورکوي.
نرګس ګل یوازې د ننګرهار ولایت په همدې تاریخي بڼ کې موجود دي.
پر دې سربیره په ننګرهارکې د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره هم له تیرې څه باندې نیمې پیړۍ راهیسې د کال په لومړۍ میاشت کې نمانځل کیږي.
د دې مشاعرې په پای کې په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځوس کلنه د ښمني د قومي او حکومتي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.