
( کابل ټيليګراف (سلواغې شلمه – ۱۴۰۳ لمريز )
د طالبانو دفاع وزارت وایي، ازبکستان ته له افغانستان لېږدول شوې چورلکې د افغانانو حق دی امریکا یې دې افغانستان ته د رالېږدولو برخه کې خنډونه نه جوړوي.
د طالبانو د دفاع وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا چورلکې د افغانستان ملکیت دی او د افغانستان د مخکینۍ ادارې لخوا ازبکستان ته د وتلو پرمهال لېږدول شوې دي، باید بیرته افغانستان ته راولېږدول شي.
یاد وزارت لیکلي: «راپورونه خپاره شول چې د هغو الوتکو له جملې څخه چې له افغانستان څخه د تیرې ادارې د سقوط په مهال ازبکستان هېواد ته انتقال شوې وي، اووه هلیکوپترې امریکا ته انتقال شوې دي، اسلامي امارت په دې اړوند انديښمن دی، څرنګه چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دي، او د افغانستان د تیرې ادارې لخوا ازبکستان ته د تیښتې په مهال انتقال شوي دي، باید بیرته افغانستان ته را انتقال کړل شي.»
طالبانو له امریکا غوښتي چې افغانستان ته د یادو ټولو الوتکو د رالېږدولو په برخه کې خنډونه جوړ نه کړي، بلکې افغانانو ته یې وسپاري.
د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې د مخکني حکومت د ړنګېدو پرمهال له څلوېښتو ډېرې الوتکې او چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې وې.
دوه ورځې مخکې ازبکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د یادو چورلکو له ډلې، اووه بلکهاک چورلکې بېرته امریکا ته سپارل شوې دي.