( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له دوو کورنیو هوايي شرکتونو (اریانا او کاماير) سره یې د حاجیانو د لېږد رالېږد تړون لاسلیک کړی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړون نن د دغه وزارت د سرپرست دکتور نورمحمد ثاقب او د یادو شرکتونو د مسوولینو ترمنځ د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو.
ثاقب په دغه غونډه کې ویلي، سږ کال هم د تېرو کلونو په څیر د حج دیني او ملي پروسه په ښه توګه پرمخ روانه ده.
هغه له دواړو شرکتونو غوښتي څو په دغه ستره دیني او ملي پروسه کې خپل مسوولیت په ښه ډول ترسره کړي.