![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/11/ټرمپ.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د امریکا ولسمشر ویلي چي غواړي غزه ونیسي او د امریکا په ملکیت کې یې شامله کړي.
ټرامپ خبریالانو سره په مرکه کې ادعا وکړه چي غزه رانیسم او په راتلونکې کې د ودې او پراختیا لپاره په یوه مناسب ځای باندې بدلوم.
هغه زیاته کړه چي په دې اړه به د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره به خبرې وکړي او تمه لري چي هغوی د فلسطینیانو له کوچولو سره موافقه وکړي.
ټرامپ له دې مخکې هم د غزې د خلګو د ایستلو او په غزې باندې د امریکا د واکمنتیا غوښتنه کړې وه چي د نړیوالو له پراخو مخالفتونو سره مخ شو.
د حماس د غورځنګ د سیاسي دفتر غړی عزت الرشق د ټرامپ د خبرو په غبرګون وویل چي حماس دا څرګندونې په سختو ټکو سره غندي، غزه یوه تجارتي ملک نه دی چي پېر او پلور پرې وشي، بلکې د نیواکې فلسطین د خاورې نه بیلېدونکې برخه ده.
هغه زیاته کړه چي د فلسطین له مسالې سره، د ځمکو د یوه دلال په ذهنیت سره، چلند ماته خوړلې طرحه ده، او د فلسطین ولس به د اجباري کوچولو دسیسه شنډه کړي.
ها خوا بیا د اسرائیل رژیم لومړي وزیر نتانیاهو رسنیو ته ویلي دي چي له ټرامپ سره په خبرو کې ښه لاسته راوړنې درلودلې دي او د ټرامپ طرحې د اسرائیل رژیم د راتلونکو نسلونو امنیت خوندي کوي.
نتانیاهو ادعا کړې ده چي ټرامپ د غزې په هکله خپلو طرحو کې جدي دی.