![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/پوتین-او-ټرمپ.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، مچې د روسیې د ولسمشر سره یې ټلیفوني خبرې کړي او باور یې ښودلی چې د اوکراین جګړې د پای ته رسیدو برخه کې به پرمختګ وکړي.
ټرمپ د دغه خبرو پخلی پرون خبریالانو ته وکړ، خو په دې اړه یې زیات جزیات ورنکړل.
هغه وایي، په راتلوونکې کې به پوتین سره نورې خبرې هم ترسره کړي.
دې خبر په کییف کې داسې اندېښنې پارولې دي چې ګنې اوکراین د سولې د خبرو له بهیر څخه څنډې ته شوی دی.