![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/Pakistan-Afghan.jpg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۸۴ افغانان ازاد شول.
یاد وزارت لیکلي چې دغه کسان یوولس کورنۍ وې او له خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته را ستانه شوي دی.
سرچېنې لیکلي، یادې افغانې کورنۍ او افغانان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله د پاکستان له بېلابېلو ښارونو نیول شوي او له دوو ورځو تر یوې میاشتې په حاجيکمپ کې بندیان و.