خبرونهنړۍ

صوابۍ کې یو کس د خپلو ماشومانو تر وژلو وروسته خپل ځآن هم وژلی

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د پاکستان خیبرپښتونخوا د صوابۍ په یار حسین سیمه کې نن سهار یو کس لومړی خپل ۴ ماشومان وژلي او وروسته یې خپل ځان هم په ډزو وژلی دی.

د را پورونو له مخې؛ یاد کس سیف الاسلام نومیده او یاده پېښه یې وروسته له هغې کړې، چې میرمن یې ور څخه د پلار کره تللې وه.

د دغه را پور له مخې؛ د وژل شويو ماشومانو عمرونه چې په کې یوه نجلۍ هم شامله ده، د دوه کالونو څخه تر دولس کالونو پورې دي.