خبرونهنړۍ

بلوچستان کې د برید پر مهال ۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د پاکستان د بلوچستان صوبې په کلات سیمه کې د پلټنې د یوه مرکز په پوستې برید کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د بلوچستان سیمه ییز مسؤلین وایي، دغه پېښه نن شنبه د لیویز په نوم پولیسو باندې شوې ده، چې تر پېښه وروسته بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په سویلي وزیرستان کې هم په یوه برید کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان وو.

په وروستیو کې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې بریدونه شوي، چې د اکثریت پېښو مسؤلیت د دغه هېواد د طالبانو تحریک او د بلوچ بېلتون غواړې ډلو پر غاړه اخیستي دي.