
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لورې په اسیا او منځني ختیځ کې د ترهګرو د خوځښتونو په اړه په تازه را پور کې ویل شوي، د پاکستان استخباراتي ادارې په تېر دوبې کې د داعش ډلې هغه مهم درې غړي نیولي، چې د ایران په کرمان ښار کې د برید په پلانولو کې لاس درلود.
په دغه را پور کې ویل شوي، عادل پنجشیری د افغانستان، ابو منظر د تاجیکستان او کاکا یونس د ازبکستان هېوادونو هغه اوسیدونکي دي، چې د داعش ډلې د مهمو غړو په توګه نیول شوي دي.
را پور زیاته کړې، دغه کسان د ایران په کرمان کې د حملې په برخه کې سهولتونو برابرولو کې نیغ په نیغه لاس درلود او دغه راز یو تن د کرمان او یو بل د ماسکو د حملو مغز متفکر وو.