افغانستانخبرونه

فراه کې یو ځوان ځآن وژنه کړې

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د فراه ولایت مرکز اړومند به نوروزي سیمه کې یو ځوان ځآن وژنه کړې.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند هم یاده پېښه تائید کړې او زیاته کړې، چې د رضا حسن په نوم یاد کس نن ورځ د کلاشینکوف په وسیله ځآن ویشتی.

ویل کیږي، یاد کس د یاد ولایت د قعله ګاه ولسوالۍ اوسیدونکی وو او د یادې ځآن وژنې لامل یې ندی روښانه شوی.

ځینې سرچینې وایي، یاد کس رواني ناروغي درلوده او له همدې امله یې ځآن وژنه کړې.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ځآن وژنې پېښې زیاتې شوي او اټکل کیږي، چې په ځوانانو فشار، بیکاري او ناچاري د دغه پېښو د رامنځته کېدو اصلي لامل دی.