
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر رسماٌ اعلان وکړ، چې ژر به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیده کاته وکړي.
ډونالډ ټرمپ له وړاندې خبر ورکړی وو، چې ښايي له روسیي چارواکو سره د سعودي عربستان په کوربتوب مذاکرات ترسره کړي، خو د دغه کتنې دقیق وخت لا ندی روښانه شوی.
هغه دغه راز د روسیې له لوري د اوکراین د بشپړه نیولو په اړه ویلي چې دا موضوع د امریکا لپاره یوه لویه ستونزه کېدای شي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړی وو چې د اوکراین د جګړې ستونز به ژر حل نه شي او سولې ته د رسېدو لپاره باید عملي ګامونه پورته شي.
ټیګونه