افغانستانخبرونه

ننګرهار کې ترافیکي پېښې له امله دوه وروڼه مړه شوي

( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )

سرچینې وایي، د ننګرهار ولایت د ګوشتې او لعلپورې ولسوالۍ په دوو سړکې سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه وروڼه مړه شوي دي.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: یاده پېښه تېره شپه رامنځته شوې، خو واضحه یې نکړه، چې کومه ډول ترافیکي پېښه شوې ده.

په دغه ولایت کې طالبانو تر اوسه د یادې پېښې په اړه څه ندي ویلي.