افغانستانخبرونه

ننګرهار کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښتې شوي

( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )

سرچینې وایي، د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ اړوند څڅوبي سیمه باندې د نن سهار دوه بجو راهیسې د طالبانو او پاکستاني  ملېشو ترمنځ نښتې پیل شوي.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه نښته چې په لومړیو کې زیاته او دا مهال کمه شوې، د پاکستاني توپونو لګېدو له امله په سیمه کې خلک کډوال شوي دي.

ویل کیږي، په دغه پېښه کې تلفات هم اوښتي، خو په سیمه کې طالبانو او یا هم پاکستاني لورې څخه نه دي ویلي.

تېره ورځ له ګوشتې ولسوالۍ څخه هم سرچینو کابل ټیلیګراف ته وویل: چې د پاکستان لخوا را توغول شویو توغندیو له امله ګڼ شمېر کورنۍ له سیمې څخه کډوالې شوي دي.