خبرونهلوبې

حشمت شاهدي: چمپینز ټرافۍ ته د پای لوبې ګټلو ته راغلي یو

( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شاهدي د چمپینز ټرافي لوبو په لړ کې سبا د جنوبي افریقا په وړاندې لوبې ته د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه، زموږ لوبډله بشپړه چمتو ده، د ټولو لوبغاړو پاملرنه په غوره کرکټ لوبولو دی او دغه سیالیو ته د پای لوبې ګټلو په موخه راغلي یو.

هغه وایي، په رسنیو کې ښودل کېږي چې موږ اسانتیاوې نه لرو، خو داسې بالکل نه ده، موږ اکاډمۍ او لوبغالي لرو، موږ یوازې ځینې امنیتي ستونزې لرو او له همدې امله ټیمونه افغانستان ته نه راځي، هیله ده چې ژر به لوبډلې هم افغانستان ته را ستانې شي.

شاهدي زیاته کړه چې زموږ په کورنیو لوبو کې لوبغالي پوره ډک وي، کله چې نړیوالې لوبډلې افغانستان ته راشي، نو پوه به شي چې زموږ خلک له کرکټ سره څومره مینه لري، دغه راز یې زیاته کړه،  دلته هم ډېر افغانان اوسي او پښتانه هم د افغانستان د لوبډلې ملاتړ کوي.

افغان کپتان وایي، په تېرو دوه کالونو کې موږ بهترین کرکټ کړی او او د کپتان په توګه هیله مند یم چې په ښه لوبیدو سره به راتلوونکي پړاو ته ورسیږو.