
( کابل ټيليګراف (کب ۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د روماني ولسمشر وایي، روسیه له اوکراین سره د خبرو اترو په اړه له ختیځې اروپا څخه د ناټو وتل د شرط په توګه مطرح کړي.
د اروپا هیوادونو اندېښنې د روسیه او امریکا ترمنځ د لومړي پړاو خبرو اترو په اړه لا هم دوام لري.
روماني ادعا کوي چې روسیه د امریکا سره په لومړي پړاو خبرو اترو کې، چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره ترسره شوې، د ناتو ځواکونو له ختیځې اروپا هېوادونو څخه د وتلو غوښتنه کړې ده.
د روماني د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او د پوځ مشر کریستیانو دیاکونسکو ویي، امریکايي پلاوي دا غوښتنه رد کړې ده، خو ې هیڅ تضمین نشته چې واشنګټن به په پای کې د ولادیمیر پوتین دې غوښتنې ته غاړه کېنږدي.
نوموړي زیاته کړه، د انګلستان او فرانسې مشرانو راتلوونکې اونۍ واشنګټن ته پ همدې موخه سفرونه پلان کړي، ترڅو ټرمپ وهڅوي، چې د روس یاده غوښتنه ونه مني.
اروپايي هېوادونه ادعا کوي چې د ټرمپ حکومت په وروستیو ورځو کې ځینې امتیازات ورکړي، چې په کې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب ردول هم شامل دی.
د یادونې وړده، چې د دې ادعاو له امله د ختیځې اروپا د حکومتونو ترمنځ اندېښنې را ولاړې شوي دي.