افغانستانخبرونه

طالبان: هڅو کوو د هېواد د مالي سکټور امنیت لا خوندي کړو

( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )      

د طالبانو د افغانستان بانک رئیس ویلي، په روسیه کې د سایبري امنیت نړۍوال کنفرانس کې ګډون کړی او ویلي يې دي هڅه کوي چې په دغه برخه کې نړیوال معیارونه تعقیب کړي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد بانک سرپرست نوراحمد آغا په مشرۍ پلاوي د روسیې هېواد په یکاترینبورګ ښار کې د سایبري امنیت نړۍوال کنفرانس کې ګډون کړی.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان بانک سرپرست په دې کنفرانس کې د افغانستان د مالي سکټور د امنیتي تدابیرو، د معلوماتي سیستمونو د ساتنې او د سایبري خطرونو د مدیریت پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان بانک د سایبري امنیت په برخه کې نړۍوال معیارونه تعقیبوي او هڅه کوي چې د عصري ټکنالوژیو په کارولو سره، د هېواد د مالي سکټور خوندیتوب نور هم پیاوړی کړي.