ځانګړي برخهراپورونه

سوېلي افریقا ته د افغان کرکټ لوبډلې لوبې بایلل او ټولنیزو پاڼو کې نیوکې او غوښتې

( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

وروسته له هغې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه سوېلي افریقا ته وبایلله، ځینو کسانو په ټولنیزو پاڼو کې بېلابېل غبرګونه ښودلي نیوکې یې کړي او افغان لوبډلې ته یې وړاندیزونه کړي.

بیګانۍ لوبه د کراچۍ ښار په نېشنل کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د سوېلي افریقا لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه او د سوېلي افریقا لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۵ منډې وکړې.
په مقابل کې ورکړل شوې هدف افغان لوبډلې پوره نه کړای شو او په ۴۴م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۰۸ منډې وکړې او ۱۰۷ منډو په توپیر یې سوېلي افریقا ته لوبه وبایله.

په ټولنیزو پاڼو کې بېلابېلې تبصرې

د کرکټ پوه او د خبریال ایمل پسرلي لیکلي، بېټینګ له اټکل سره سم د پیل د دوو لوبغاړو له ناکامۍ وروسته ونه چلېد.

هغه لیکلي: «خو تر ماتې هم د رحمت شاه سلیزې ته خوابدی شوم چې پوره نه شوه. ښکلې لوبه یې وکړه. د ابراهیم ځدراڼ سوځېدل بدرنګه و، د ده له استعداد او لوبې بېخې بدل حالت و. له اتل او عظمت سره بخت یاري ونه کړه او نور به نه یادوو.»

د کرکټ پوه جعفر هاند لیکلي: «زموږ اکثریت بالرانو د شل اوریزو لوبو په فکر او بڼې بالینګ وکړ، ځکه کامیاب نه و. فیلډینګ مو د معمول په څېر ښه نه و. قوت مو ورو توپ‌ اچوونه وه، خو کلیک نه شوه. د هدف د پوره کولو لپاره مثبته لوبه مهمه ده. په دې پچ باندې په همدا وروستیو کې شاوخوا ۳۵۰ منډو هدف پوره شوی.»

جواد شباب لیکلي: «موضوع دا ده چې هدف د پوره کولو وړ و، اما زموږ لوبغاړي په داسې بالونو وسوځېدل چې هېڅ د بالر کمال نه و، تاسو به د ګربز، عظمت، نبي او ګلبدين اوټ کېدل ليدلي وي، ډير په اسانه بالونو له لوبغالي ووتل. د رحمت شاه حاجي دې کور ودان وي چې له شرم او بدې ماتې يې وژغورلو. خير کرکټ دى ګټه او بايلات پکې شته، زموږ او ستاسو توقعه له لوبډلې ډيره لوړه ده، که ماتې او ناکامي نه وي تجربې هم نه ترلاسه کېږي او د ګټې خوند هم ښه نشو څکلى.»

هغه لیکلي، افغان لوبغاړي اتلان دي او وطن په همدوى ځلانده او هسک دى، او پرې ویاړي.

سعادت سوناخیل لیکلي، لنډه یې دا چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه وبایلله ،ستونزه دا وه چې پرته له رحمت شاه بل هېڅ کوم لوبغاړي خپل مسولیت وانخسته هېله ده په راتلونکو لوبو کې تکرار نه شي.

نقیب الله باتور لیکلي:  «رحمت شاه زبردسته لوبه وکړه، خو د سلیزې نه پوره کېدل یې افسوسناک و. ابراهیم ځدراڼ بېخي خپله ورځ نه درلوده. بخت زموږ له مهمو لوبغاړو سره یاري ونه کړه، خو دا هم د کرکټ برخه ده. امید شته چې راتلونکې لوبه به زموږ وي، ځکه زموږ لوبډله استعداد لري او تل مبارزه کوي. ان شاءالله، راتلونکې لوبه به نوره هم پیاوړې راڅرګند شي.»

په ټولنیزو پاڼو کې په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د یادې لوبې وروسته په لوبغالي کې هم افغان خفه او په ډېرې ناهیلۍ له لوبغالي راوتلي وو.