
( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، د تورخم لار د پاکستاني لوري له خوا د هر ډول تګ او راتګ پر مخ تړل شوې ده.
په ننګرهار کې د د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه لار د تېرې شپې له لسو بجو راهېسې تړل شوې ده.
هغه ویلي، پاکستاني لوري د طالبانو له لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د ځینو تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې دغه لار تړلې ده.
تورخم دروازه چې د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه پرته لویه ترانزیټي او ترانسپورټي لار ده، ډېر کله یې پاکستاني مسوولین افغانانو ته د ستونزو جوړېدو او نامعلومو دلایلو له امله بندوي.