
( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره په لېدنه کې ویلي چې له دوی سره دې د افغانستان روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره لیدنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو تجهیز، افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړونې، د روږدو او سرطاني ناروغانو درملنې برخه کې د همکاریو او د یاد سازمان د غړو هېوادونو هڅونې اړوند خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ډېرو لېریو پرتو سیمو کې اوس هم خلک د اړتیا وړ روغتیایي خدمتونو ته لارسی نه لري.
د یادونې ده چې تېره اونۍ هم د طالبانو روغتیایي د چین له سفیر د روغتیایي سیسټم په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.