
( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وایي، کابل ښار کې د ۲۵.۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د بتخاک نوی سب سټېشن او له ارغندۍ څخه تر بتخاک پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي پروژو چارې پیل شوې.
د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي چې دغه پروژه د ترکمنستان-افغانستان د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي د اړوندو پروژو په ټولګه کې شامله ده او د انرژي د جذب او وېش زیاته برخه له دغې سرچینې څخه چمتو کېږي.
هغه ویلي، چې د اوبو او انرژي وزارت د دوو مهمو او حیاتي سکټورونو مسؤولیت پر غاړه لري او له نېکه مرغه په دغه برخه کې یې د کتنې وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.
په همدې حال کې د کابل لپاره د طالبانو والي امین الله عبید ویلي، چې دوی په راتګ سره تر اوسه له نېکه مرغه د هېواد په آبادۍ او پراختیا کې په ځانګړې توګه د کابل ښاریانو د برېښنا د تأمینولو په برخه کې لویې لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د بتخاک نوي سب سټېشن د پروژې په پلي کولو سره په ټولیز ظرفیت د ۱۸۹ مېګا ولټ امپیر او له ارغندۍ سب سټېشن څخه د بتخاک تر نوي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي، د ترکمنستان ۵۰۰ کېلو ولټ لین څخه د انرژي لویه برخه جذب او د کابل د خلکو د برېښنا ستونزې به تر ډېره بریده حل شي.