
( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ويلي، سبا یکشنبه به د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه شل ميليونه امريکايي ډالر ليلام کړي.
د افغانستان بانک له سوداګريزو بانکونو، د پولي خدماتو شرکتونو او صرافیو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي چې دغه داوطلبي کې ګډون وکړي.
ياد بانک ويلي، په داوطلبي کې ګډون کوونکي بايد خپل ټول حسابونه د ليلام د ورځې تر پايه تصفيه کړي.
بايد ياده شي چې د افغانستان بانک له دې وړاندې هم ميليونونه ډالر د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه ليلام کړي