
( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د پاتې پوځي تجهیزاتو د بېرته ورکړې غوښتنه کړې.
نوموړي ویلي چې هېواد یې افغانستان سره په کلني ډول شاوخوا دوه تر دوه نیم میلیارډ ډالر مرسته کوي او په بدل کې یې، طالبان باید د امریکایي ځواکونو پاتې پوځي تجهیزات بېرته امریکا ته وروسپاري.
ټرمپ دا هم زیاته کړه هغه وخت ډېر په غوسه وي چې طالبان د امریکایي پوځي تجهیزاتو سره پریډ کوي.
هغه وویل: «زه غواړم چې په دې اړه څېړنه وکړم، که موږ هغوی ته پیسې ورکوو، نو سمه ده؛ خو زه غواړم چې دوی زموږ پوځي تجهیزات بېرته راکړي. زه غواړم چې دوی یې بېرته موږ ته وسپاري، نو اجازه راکړئ چې هغه پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړو چې دوی یې لري.»
امریکا مخکې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو پاتې پوځي تجهیزات شاوخوا اووه میلیارډ ډالر ارزښت لري.