افغانستانخبرونهځانګړي برخه

طالبانو د زده کړو د برخې فعال بریتانوي ښځه او مېړه نيولي

( کابل ټيليګراف (کب ۶مه – ۱۴۰۳ لمريزکال )

يو بریتانوي ښځه او مېړه چې په افغانستان کې يې د ښځو د زده کړو برخه کې کار کولو طالبانو نيولي او زنداني کړي يې دي.

د (د سن) په نوم يوې بریتانوي ورځپاڼې راپور ورکړی چې پيټر او مېرمن يې باربي رېنولډز له تېرو ۱۸ کلونو راهېسې په افغانستان کې د زده کړو برخه کې یې خدمات وړاندې کول او د فیبرورۍ په لومړۍ نېټه هغه مهال چې په بامیانو ولايت کې له کار ځای خپل کور ته ستنېدل نيول شوي دي.

د دغې بریتانوي عمر خوړلې جوړې کورنۍ له طالبانو غوښتي چې هغوی دې ژر تر ژر ازاد کړي. د دغې جوړې لور سارا انت ویستل رسنيو سره د خپل مور او پلار د نيول کېدو خبره شریکه کړې او وايي هغوی په بد وضعیت کې دي.

نيول شويو ښځې او خاوند په د نيول کېدو په لومړیو درېیو ورځو کې له خپلو څلورو اولادونو سره اړیکه هم کړې ده خو تر هغې وروسته يې اړیکې بندې شوې دي.

هغوی په خپله وروستۍ ټلیفوني اړیکه کې خپلو اولادونو ته ويلي چې د طالبانو د کورنيو چارو په وزارت کې بندیان دي خو تر هغې وروسته يې هېڅ ارتباط نشته.

سارا ويلي چې مور يې ۷۵ کلنه ده او پلار يې د ۸۰ کلونو په عمر دی چې د دغومره ډېر عمر لرونکو کسانو نيول له هر ډول انساني قوانينو خلاف کړنه ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.