خبرونهنړۍ

حماس: اسرائيل دې د دوی ۶۲۰ بندیان ازاد کړي

( کابل ټيليګراف (کب ۶مه – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په فلسطین کې د حماس غورځنګ ویلٍي، تر هغې به د اسرائيلو سره د اوربند خبرو کې ونډه وانخلي، ترڅو هغوی د دوی ۶۲۰ بندیان ازاد کړي نه وي.

اسرائیلو پرون د فلسطین یرغمل شوي  کسانو د خوشې کولو بهیر وځنډو او زیاته یې کړه، دغه چاره به د حماس له خوا د راتلونکو بندیانو د خوشي کولو تظمین تر لاسه کولو وروسته ترسره کړي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې مصر او قطر هڅه کوي پر اسرائیل فشار واچوي ترڅو فلسطیني یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

حماس د تېرې شنبې په ورځ شپږ اسرائیلي بندیان خوشې کړل او ټاکل شوې وه چې اسرائیل د دې کسانو د خوشې کولو په بدل کې ۶۲۰ فلسطیني یرغمل شوي کسان خوشي کړي.