
( کابل ټيليګراف (کب ۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د سرحدونو او قومونو چارو وزارت وایي، کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تربګني اختلافاتو له امله راپورته شوې ۲۳ کلنه دُښمني، د یوې قومي جرګې په ترڅ کې حل او په دوستي بدله شوه.
د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه جرګه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمریت د سیمه ییزو متنفذینو او دیني عالمانو په مشرۍ ګډه جرګه جوړه کړه او په شخړه کې ښکېلې خواوې یې سولې او اخوت ته راوبللې.
خبرپاڼه کې راغلي، مرکچیانو د دُښمنیو پر بدو عواقبو او زیانونو خبرې وکړې او د دواړو کورنیو ترمنځ یې د پخلاینې عادلانه پرېکړه وکړه.
یاد وزارت لیکلي، دواړه لوریو ژمنه کړې چې وروسته له دې به د وروڼو په څېر له یو بل سره ژوند تېروي.