
( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اروپایي اتحادیه د امریکا متحده ایالتونو د له منځه وړلو لپاره جوړه شوې وه.
نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د کابینې په لومړۍ غونډه کې وویل: تر اوسه یې د اروپایي اتحادیې څخه واردو شویو موټرو باندې ګمرکي محصول نه دی اخیستی او یادونه یې وکړه چې د اروپایي اتحادیې هېوادونو باندې به ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي.
د اروپایي اتحادیې د جوړیدو موخې په اړه ټرمپ وویل: “وګورئ، راځئ صادق اوسو، اروپایي اتحادیه د امریکا متحده ایالتونو د له منځه وړلو لپاره جوړه شوې وه. دا یې موخه وه او دوی په دې کې ښه کار وکړ. خو اوس زه ولسمشر یم، دوی (تعرفو ته) غبرګون نشي ښودلی.”
ټرمپ تر دې وړاندې په ګڼ نورو هېوادونو باندې هم تعرفې لوړې کړي او دغه اقتصادي جګړه یې جاري ساتلې ده.