خبرونهنړۍ

امریکا په روسیې خپل بندیزونه یو کال نور هم وغځول

( کابل ټيليګراف (کب ۱۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ پر روسیې بندیزونه د یوه اجرايوي فرمان په ترڅ کې د یو بل کال لپاره هم وغځول.

د روسیې پر ضد د بندیزونو اجرایوي فرمان، چې شمېره یې ۱۳۶۶۰ ده، لومړی ځل د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۶مه د متحده ایالاتو له خوا لاسلیک شو.

د هغه وخت ولسمشر باراک اوباما په دې سند کې هغه کسان او بنسټونه چې ادعا کېږي د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مسوول دي، تر بندیزونو لاندې راوستل.

د دې اجرایوي فرمان د هغو کسانو لپاره د سفر بندیزونه هم پلي کوي چې د کریمیا د روسیې سره د یوځای کېدو مسوول ګڼل کېږي.

د روسیې پر ضد د بندیزونو تمدید په داسې حال کې دی چې روسیې او متحده ایالاتو د دوه اړخیزو مسایلو او د اوکراین د شخړې د حل لپاره د خبرو اترو بهیر پیل کړی دی.

د روسیې او متحده ایالاتو د استازو وروستی پړاو مذاکرات د ۱۴۰۳ کال د کب په ۹مه، پنجشنبه، د مسکو پر وخت د مازیګر څلور نیمې بجې په استانبول کې د دواړو خواوو ترمنځ د ۶ ساعتونو او ۳۰ دقیقو خبرو اترو وروسته، د سفارتونو د فعالیتونو د عادي کولو په اړه پای ته ورسېد.

دا خبرې اترې وروسته له هغې ترسره شوې چې مسکو او واشنګټن د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په ۳۰مه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د لوړپوړو پلاویو مذاکرات مثبت وارزول.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په ۲۴مه ناوخته د تلیفون له لارې سره خبرې وکړې او د مخامخ لیدو لپاره یې هوکړه وکړه.

د روسیې او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو هم د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په ۲۷مه د تلیفوني خبرو پر مهال د دوه اړخیزو مسایلو، د اوکراین شخړې او همدارنګه د فلسطین د ستونزې د حل لپاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ.