افغانستانخبرونه

د طالبانو ستره محکمه: نن ناوخته به د روژې میاشتې په اړه اعلان وکړو

( کابل ټيليګراف (کب ۱۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د دوی هلال کمیټې د میاشت لیدو په موخه غونډه پیل کړې او د نن ورځې په ناوخته کې به د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د روژې مبارکې میاشتې په اړه اعلان وکړي.

د سعودی عربستان حکومت هم ویلي، چې د دوی د هلال کمیټې غړي هم د میاشتې لیدو په موخه غونډه پیل کړې ده.

په خیبرپښتونخوا کې هم خبر ورکړل شوی، چې د هلال کمیټې د یو میلیون او پنځه سوه زره پاکستانیو کلدارو په لګښت سره د میاشت لیدو لپاره هڅې پیل کړي او د روژې مبارکې میاشتې په اړه به اعلان وکړي.

تیر کال طالبان د سعودي عربستان د اعلان یوه ورځ وروسته روژه اعلان کړه، چې ډیری افغانانو د سعودي عربستان د اعلان له مخې ونیوله.