افغانستانخبرونه

طالبانو کابل کې درې کسان دُرو ووهل

( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې یې درې کسان د نشه‌یي توکو د پېر او پلور په تور په دُرو ووهل.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولایت له نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، درېیو کسانو ته د الکولي مشروباتو، چرسو او ذیکپ نشه‌یي تابلیتو د پېر، پلور او ساتنې په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولایت له نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د یادو مجرمینو له ډلې دوه کسان پر دوه ـ دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او یو بل کس په دوو میاشتو تنفیذي بند او لسو دُرو محکوم کړي وو.

سرچینه زیاتوي، د تعزیري سزا دغه پرېکړه د سترې محکمې مقام له تائید وروسته پر مجرمینو تطبیق شوه.