
( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د جنوبي کوریا رسنیو خبر ورکړی، چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې یو نوی کروز توغندی په بریالیتوب ازمایلی دی.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد رهبر کیم جونګ اون د کروز توغندیو په ازموینې له نږدې څارنه کوله او امر یې کړی، چې په دغه برخه کې دې لا زیات کار وشي.
هغه ویلي، په نړۍ کې د نظم ساتلو په موخه خپلو نظامي پیاوړتیاو ته کار کوي او په دې برخه کې به هر ډول خنډونه لمنځه یوسي.